عجایب

امریکې د زړو او رواني ناروغانو سره د مرستې په موخه د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته یو سپی جوړ کړی

کابل ټيليګراف (سلواغې 9مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د امریکايي روبوټیک شرکت ټامبوټ د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته یو سپی جوړ کړی چې د زړو او رواني ناروغانو سره مرسته کوي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې؛ دغه سپی د جیني په نوم معرفي شوی او د هغو کسانو لپاره ډیزاین شوی چې روغتیايي ستونزې لري او له یواځېتوب سره مخ دي.

دا روبوټیک سپی په ماهرانه ډول د پیچلو سینسرونو سره نصب شوی چې د ریښتیني سپي په څیر د انسان لمس ته ځواب ویلو وړ دی.

د امریکايي رسنیو په وینا دغه روبوټیک سپی د غږ اورېدلو او عمل کولو وړتیا هم لري، چې له امله یې حقیقت ته نږدې کېږي.

دا روبوټیک سپی د بیټرۍ لخوا ځواکمن شوی چې د عادي ګرځنده تلیفون په څیر چارج کیدی شي.

د امریکايي رسنیو په وینا د ټامبوټ سپي د اپلیکیشن له لارې ترمیم او اپډیټ کولای شي.

د امریکايي رسنیو په وینا، دا ټیک پیټ د میلیونونو خلکو لپاره ګټور بلل کیږي چې د مختلفو ذهني روغتیا ستونزو سره مخ دي.