ټیکنالوژي
ټرمپ اپل شرکت ته هم د تعرفې د لوړیدو خبرداری ورکړ

کابل ټیلیګراف – د غبرګولي دوېیمه نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اپل ته خبرداری ورکړی، که هغه آیفونونه چې په دې هیواد کې پلورل کیږي، په متحده ایالاتو کې تولید نشي، دا شرکت باید ۲۵ سلنه تعرفه ورکړي.
ټرمپ په خپل ټروت سوشل شبکه کې په یوه پوسټ کې لیکلي: «ما ډېر وخت وړاندې د اپل اجراییوي مشر ټیم کوک ته ویلي وو چې زه تمه لرم هغه آیفونونه چې په متحده ایالاتو کې پلورل کیږي، باید په متحده ایالاتو کې تولید او جوړ شي، نه په هند یا بل کوم ځای کې.
هغه زیاته کړې، که داسې ونه شي، اپل باید متحده ایالاتو ته لږ تر لږه ۲۵ سلنه تعرفه ورکړي.