لوبې

مبارز نن په لومړي ځل موی‌تای سیالیو کې بخت ازمایي

کابل ټیلیګراف – ۳ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د ازادو سیالیو اتل بازمحمد مبارز نن(دوشنبه، د اګسټ ۲۵مه) د لومړي ځل لپاره په تایلینډ کې د موی‌تای مسلکي سیالۍ کې برخه اخلي.

«بازمحمد مبارز» د نن په موی‌تای مسلکي سیالۍ کې بحریني لوبغاړي «مصطفی» سره مخامخ کېږي.

دا سیالي به د تایلینډ په پوکیټ کې ترسره شي.

د دې سیالۍ د تنظیمونکي سازمان په وینا، لوبه به په ۳-۳ دقیقه یي پړاوونو کې په رینګ کې ترسره شي.د باز محمد مبارز بحریني سیال مصطفی په اصل کې د ایران هېواد دی او د موی‌تای په برخه کې لوبېږي.

مبارز ویلي، ام‌ام‌اې سازمان د رزمي لوبو ترکیب دی چې پکې موی‌تای هم مهم رول لوبوي، او هغه پرېکړه کړې چې د خپل رزمي هنر تخنیکي کچه ښه کولو لپاره په موی‌تای سیالیو کې خپل بخت وازمایي.