لوبې
ابتها مقصود د شل اوریزه نړیوال جام لومړنۍ حجاب لرونکې لوبغاړې ده
ابتهام مقصود د ښځو کرکټ د شل اوریزه نړیوال جام لومړنۍ حجاب لرونکې لوبغاړي ده چې د سکاټلینډ لوبډلې له پاره لوبیږي.
د سکاټلینډ ښځينه ملي لوبډلې دغه حجاب لرونکې لوبغاړې په ښي لاس سوکه توپ اچوونه کوي.
نوموړې رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په سکاټلینډ کې پيدا شوې او کرکټ له دې امله کوي چې د پلار شوق یې وو.
پاکستاني الاصله ابتها له «اسلام چینل» سره په مرکې کې د خپل دین او حجاب په اړه ویلي:
«دا زما شناخت او هویت دی. زه غواړم یوه ویاړلې مسلمانه واوسم. زه پرې افتخار کوم. غواړم چې خلک مې وویني او پوه شي چې زه څوک یم. کله چې کوچنۍ وم، په دې ډېره نه پوهېدم، خو چې ستره شوم، دا هر څه راته لکه د یوې نړۍ داسې ارزښت لري. دا زما په ژوند کې تر ټولو مهم دي.»
ابتها د کرکټ تر څنګ په «تکواندو کې هم تور کمربند» لري او په بریتانیا کې د کرکټ په بېلا بېلو کلبونو کې لوبېږي.