سلمان خان له بیګ باس پرورګرام د میاشتې ۶۰ کروړه هندي کالدارې معاش اخلي
د هندي سینما بالیووډ وتلی ستوری سلمان خان د هند یو له شتمنو اداکارانو څخه دی.
سلمان خان نه یوازې د خپلو فلمونو له لارې، بلکې د اعلاناتو، تولیداتو او ریالیټي پروګرامونو له لارې هم په ملیونونو روپۍ ګټي.
په دې ورځو کې سلمان خان د مشهورې ریالیټي شو بیګ باس سیزن ۱۸ کوربه دی.
هندي رسنۍ ادعا کوي چې سلمان خان د دې خپرونې د کوربه توب لپاره ښه معاش اخلي.
د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، سلمان خان د بیګ باس سیزن ۱۸ کوربه توب لپاره هره میاشت ۶۰ کروړه هندي روپۍ اخلي.
د هندي سینما دغه وتلي لوبغاړي د تیر فصل وروسته پدې نوي فصل کې خپله میاشتنۍ حق زحمه ډیره کړې.
د بیګ باس په ۱۸ فصل کې د هغه فیس د تړون او هر قسط پراساس ټاکل کیږي.
که دا خپرونه ۱۵ اونۍ دوام وکړي، دا پدې مانا ده چې سلمان خان به د فصل تر پایه ۲۵۰ کروړه هندي روپۍ وګټي.
باید وویل شي چې د بالیووډ دبنګ خان له ۲۰۱۰ کال راهیسې د دې خپرونې کوربه دی.
د نندارې پر مهال سلمان خان کله کله د بیګ باس په کور کې له سیالانو سره ټوکې کوي او کله هم په غوسه کیږي.
په پام کې ده چې، د بیګ باس ۱۸ پروګرام لومړۍ برخه د اکتوبر په ۶ پیل شوه.
په دې فصل کې د شلپا شیروډکر، ویوین ډیسینا، رجت دلال، ایشا سینګ په ګډون نورې مشهورې څېرې شاملې دي.