بشنوۍ ډلې له سلمان خان پنځه کروړه هندۍ روپۍ تاوان غوښتی
د هندي سینما بالیووډ پېژندل شوي ستوري سلمان خان ته د بشنوۍ ډلې ویلی که پنځه کروړه هندۍ کالدارې ورکړي نو دوښمني به ورسره پای ته ورسوي.
د اینډ ډي ټي وي د راپور له مخې، د بشنوۍ ډلې سلمان خان ته یو نوی وړاندیز کړی چې که هغه غواړي د بشنو له ډلې سره خپله دښمني پای ته ورسوي، دغې ډلې ته دې پنځه کروړه هندي کلدارې د تاوان په توګه ورکړي.
د ممبۍ ټرافیک پولیسو یو واټس اپ پیغام ترلاسه کړی چې ګواښ کوي که سلمان خان بشنوۍ ډلې ته پنځه کروړه روپۍ ورنکړي د بابا صدیقي برخلیک ته چمتو شي.
د یادولو وړ ده چې د هندوستان د مهاراشترا ایالت پخوانی وزیر او د سلمان خان نږدې ملګری بابا صدیقي د بشنوۍ ډلې لخوا څو ورځې وړاندې ووژل شو.
پولیسو رسنیو ته ویلي چې د سلمان د کور شاه اخوا امنیت د پخوا په پرتله ډیر ټينګ شوی.
د بالیووډ دغه ستورې ته تر دې وړاندې هم ګواښونه شوي، خو له دې وروستي ګواښ وروسته د سلمان خان د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
هیره دې نه وي چې د روان کال په لومړیو کې د ممبۍ پولیسو پر سلمان خان د برید د پلانولو په تور د بشنوۍ ډلې د ۱۸ غړو پر ضد قضیه ثبت کړې وه.