سينما

هندي سینما: د شردها کپور ستري ټو فلم له ۶۰۰ کروړه هندي روپو زیاته ګټه کړې

د هندي سینما بالیووډ ستورې شردها کپور نوی فلم سټري ټو په هندي سینما له نندارې تر اوسه له ۶۰۰ کروړه هندي روپیو څخه ډیر عاید ترلاسه کړی.

د کوی موی په وینا، فلم یوازې د ۶۰ کروړه هندي روپیو په بودیجه جوړ شوی.

ددغه فلم په بریا، فلمي ستورې شردھا کپور د کورونا ویروس له ناروغۍ وروسته د ۱۰۰۰ کروړه هندي روپیو عاید کونکو فلمي ستور په لیسټ کې ځای خپل کړی.

تر دې دمه یوازې پنځو هندي اداکارانو دا مرحله تیره کړې ده.

د شردھا کپور یوازې دوه فلمونه د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته خپاره شوي دي چې په دې کې ‘تو جهتي مې مکر’ او ‘ستري ټو’ شامل دي.

په هندي سینما، سږکال ریلیز ‘ستري ټو’ د لیدونکو له تمې څخه ډیر بریالیتوب ترلاسه کړ.

په دغه فلم کې راج کمار راو د شردھا کپور سره مرکزي رول لوبولی.

ستري ټو تر دې دمه ۶۲۵ کروړه هندي روپۍ راټولې کړي دي پداسې حال کې چې د شردها تیر فلم “تو جهتي مې مکر” ۱۴۶ کروړه روپۍ راټولې کړې وې.

په دې توګه که د دواړو فلمونو مجموعي سوداګرۍ ته وکتل شي، تر اوسه دواړو فلمونو د ۷۲۱ کروړه هندي روپیو ګټه کړې ده.

دا پدې مانا ده چې شردھا کپور د ۱۰۰۰ کروړه عاید لرونکو اداکارانو په لیست کې د شاملیدو لپاره ۲۲۸ کروړه روپیو ته اړتیا لري.

د شردھا کپور په راتلونکو فلمونو کې ‘چل باز ان لندن’ او ‘سټري 3’ شامل دي، خو د دوی د خپریدو نیټه لا نه ده اعلان شوې.