هندي پولیسو سلمان خان ته د مرګ ګواښ کوونکی شخص ونیوه
د هندي سینما فلمي ستوري سلمان او د وژل شوي سیاستوال بابا صدیقي زوی ذیشان ته د مرګ د ګواښ په تور یو کس نیول شوی.
سیاستوال او د سلمان خان ملګری بابا صدیقي د اکتوبر په ۱۲ مه د لارنس بشنوۍ ډلې لخوا ووژل شو.
د این ډي ټي وي د راپور له مخې، پولیس وايي چې د نویډا په ایالت کې یې سلمان خان او ذیشان ته د مرګ ګواښ په تور ګلف خان په نامه یو شل کلن نیولی او څيړنې ترې روانې دی.
پولیسو رسنیو ته ویلي چې د تیرې جمعې په ورځ د ذیشان دفتر ته داسې ګواښونه شوي وو، چې که سلمان او ذیشان د تاوان پیسې ورنکړي نو وه به وژل شي.
تر دې وړاندې د جمشید په نامه یو کس چې د پولیسو وټس اپ مرسته کوونکي ګروپ کې یې سلمان خان نه د پنځه کروړه رپیو تاون غوښتنه کړې وه نیولی وو.
یاد کس ویلي وو که سلمان خان پنځه کروړه هندي روپۍ تاوان پرې نکړي نو وه به وژل شي.
هیره دې نه وي چې د لارنس بشنوۍ ډلې د هند د مهاراشترا ایالت د پخواني وزیر بابا صدیقي د وژنې پړه پرغاړه اخیستې، یاده ډله د سندرغاړي سیدو موسی والا په وژنه هم تورنه ده.