لوبې
ګوجرات لوبډلې راشد خان د ۱۸۰ میلیونه هندۍ روپو په بدل کې له ځانه سره وساته
د هندوستان په تجارتي سیالیو آی پي ایل کې ګوجرات لوبدلې اعلان وکړ چې راشد خان به ورسره په راتلونکي سیالیو کې ولوبیږي.
تر دې دمه راشد خان لومړی افغان لوبغاړی دی چې لوبډلې یې هغه د آی پي ال بل سیزن ته له ځان سره وساته.
تېر آی پي ال سیالیو کې نهه افغان لوبغاړي په بېلابیلو لوبډلو کې لوبېدل.
په پام کې ده چې د آی پي ایل سیالیو له پاره په نومبر میاشت کې بولۍ ترسره شي.
داسې ګومان کیږي چې دغه بولي به د سعودي عربستان په ریاض ښار کې ترسره شي.
آی پي ال کې میلیونونه ډالر پانګونه او تجارت کېږي چې د هند او نړۍ مشهور ستوري په کې لوبېږي او دا ځل پکې راشد خان د ۱۸۰ میلیونه هندۍ روپو په بدل کې خپلې لوبډلې له ځانه سره وساته.