ټیکنالوژي

ایلن مسک د ډونالډ ټرمپ او زلینسکي په ټلېفوني خبرو کې د اوکراین د ملاتړ ژمنه کړې

د متحده ایالاتو په ټاکنو کې بریالي شوي نوماند ډونالټ ټرمپ له ولودیمر زیلینسکي سره په ټلیفوني خبرو کې د اوکراین د ملاتړ ډاډ ورکړی.

د راپورنو له مخې په دغه ټلېفونو خبرو کې د سپیس ایکس او ټيسلا کمپنیو مالک ایلن ماسک هم شتون درلود چې د اوکراین ولسمشر زیلینسکي ته یې د سټارلینګ سپوږمکۍ د خدمتونو له لارې یې د اوکراین د ملاتړ ډاډ روکړی.

د اوکراین یوه جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اومنله چې، ایلن مسک په ‌دې خبرو کې حاضر و.

د اوکراین ولسمشر اولودیمیر زیلینسکي له مسک څخه د سپوږمکۍ انټرنیټي وسایلو په ‌خاطر چې د اوکراین سرتیري ورڅخه کار اخلي، مننه وکړه.

په دغه ټلیفوني خبرو کې ښاغلي زیلینسکي همدا راز ټرمپ ته د بریا ورکړي هم ورکړه.