د هندي بادشاه او پاکستانۍ هانیا ترمنځ څه اړیکه ده؟
مشهور هندي ریپر سندرغاړی بادشاه له څه مودې راهیسې د پاکستانۍ اداکارې هانیا عامر د مینې د اړیکو په تور د خبرونو سرټيکی ګرځيدلی.
په دې وروستیو کې هانیا عامر د بادشاه په کنسرټ کې هم ګډون کړی و او د غونډې یو کلیپ یې په خپل انسټاګرام اکاونټ کې هم خپور کړی و.
د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، بادشاه دا اوازې رد کړې، او ویې ویل چې هانیا د هغه “ډیره ښه ملګرې” ده چې هغه ورسره “ښه اړیکه” لري.
هغه وویل« هرکله چې موږ سره وینو، موږ ښه خندا کوو او بس. هغه په خپل ژوند کې خوشحاله ده او زه په خپل ژوند کې خوشاله یم. زموږ همغږي په زړه پورې ده، مګر خلک ډیری وختونه غلط تعبیروي او ګوري چې دوی څه باور غواړي».
بادشاه او هانیا زیات وخت د خپلو شریکو لیدنو انځورونه په انسټاګرام خپروي چې له دې امله د رسنیو ورته پام شوی.
په نوي کلیپ کې چې د هانیا عامر لخوا شریک شوی، هغه او بادشاه یو بل ته سرونه ټيټوي او د یو بل د ښه ملګرتوب دعوه کوي.
بادشاه دا ویډیو بیا په خپل انسټاګرام اکاونټ کې شریکه کړې او لیکلي یې دي چې ‘هرڅوک پوهیږي چې راک ستوري څوک دي.’