ټیکنالوژي
د ناساپارکر څېړنیز روبوټ په تازه الوتنې سره ریکارډ جوړ کړ
کابل (د مرغومي ۵مه – ۱۴۰۳ لمريز) د ناسا پارکر څېړنیز روبوټ لمر ته په ۹۳۰ درجو تودوخه کې په نږدې کېدو سره تاریخ جوړ کړ.
د ناسا څېړنیز روبوټ “پارکر سولر پروب” لمر ته تر ټولو نږدې الوتنې په ترسره کولو سره تاریخ جوړ کړ، چې تر اوسه هېڅ فضایي بېړۍ دومره نږدې شوې نه وه.
د ترکیې ټي ارټي ویب پانې د معلوماتو له مخې؛ دا څېړنیز روبوټ د لمر له سطحې څخه ۶.۱ میلیونه کیلومتره لرې او د ۹۳۰ درجو سانتي ګراد څخه د لوړې تودوخې سره، سره په بریالیتوب سره والوت او ارزښتناک ساینسي معلومات یې راټول کړل.
د دغه را پور له مخې؛ دا د لمر د اساسي رازونو د حل لپاره د درې ریکارډ ماتوونکو څېړنیزو الوتنو لومړۍ الوتنه وه.