لوبې

د افغانستان فوټبال فدراسیون د خدیم FC په لوبډله بندیزونه ولګول

 کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)

وروسته له هغه چې د سرپل خدیم اف سي لوبډلې په هرات کې د افغان اتلانو لیګ سیالیو څخه لاس واخیست، د افغانستان فوټبال فدراسیون پر دې لوبډلې بندیز ولګاوه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون قضايي څانګې رسمي حکم صادر کړ او د سرپل خدیم اف سي فوټبال لوبډله او د هغې اجرایوي رییس یې په سخته سزا محکوم کړل.خدیم اف سي فوټبال لوبډله د شپږو کلونو لپاره د اتلانو له لیګ او د لوبډلې مدیر جاوید کریمي د تل لپاره فوټبال څخه منع شو.

دا حکم، چې د انضباطي قانون د نهمې مادې سره سم صادر شوی، نورې جریمې هم پکې شاملې دي. د خدیم اف سي فوټبال لوبډله باید دوه سوه پنځوس زره افغانۍ جریمه ورکړي.

خدیم اف سي فوټبال لوبډله په نهمه اونۍ کې له ټورنمنټ څخه ووتله او کوربه ښار یې پریښود