ټیکنالوژي

په امریکا کې رسماٌ ټیک ټاک فعالیت پرېښود

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۳۰مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

وروسته له هغې چې د امریکا محکمې په دغه هېواد کې د ټیک ټاک د فعالیت د ځنډیدو قانون تائید کړ، نن رسماٌ په دغه هېواد کې ټیک ټاک فعالیت پرېښود.

په امریکا کې ټیک ټاک خپلو کاروونکو ته په یو پیغام کې ویلي، چې د امریکا د محکمې د پرېکړې له مخې یې فعالیت ځنډیدلی، خو هڅه کوي، چې ستونزه حل او ژر بیرته فعالیت پیل کړي.

بلخوا د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د هغه د لوړې وروسته به ټیک ټاک ته تر نوي ورځو پورې نور  هم د فعالیت اجازه ورکړي.