سينما
په سیف علي خان بریدګر د بنګلدېشي وګړې لخوا شوی
کابل ټيليګراف (د مرغومې ۳۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)
را پورونه وایي، د بالیوډ سینما په مشهور ستوري سیف علي خان دوه ورځې وړاندې برید د یوه بنګلدېشي وګړې لخوا ترسره شوی دی.
هندي رسنیو ویلي، یاد بریدګر د پولیسو لخوا نیول شوی، چې تر څېړنو وروسته معلومه شوه، چې یاد کس دیرش کاله عمر لري، محمد شریف الاسلام شهزاده نومیږي او د بنګلدېش هېواد وګړی دی.
ویل کیږي، یاد برید کوونکي د خپل نوم سربېره په څو نورو نومونو هم مشهور دی.
دوه ورځې وړاندې په سیف علي خان پخپل کور کې هغه مهال برید وشو، چې هغه د غلو د غلا مخنیوي په موخه مقاومت وکړ.