لوبې

هندوستان د چمپینز ټرافۍ په لوبو کې پخپل لباس د پاکستان نوم لیکلو څخه انکار وکړ

کابل ټيليګراف (سلواغې دویمه– ۱۴۰۳ لمريز)

وروسته له هغې چې په چمپینز ټرافۍ کې د هندوستان لوبې دوبۍ ته انتقال شوې، دا ځل هندې لوبډلې پخپل لباس د کوربه په توګه د پاکستان نوم لیکلو څخه ډډه وکړه.

دوی ویلي، چې سیالۍ یې په دوبۍ کې ترسره کیږٍي او نه غواړي، پخپل لباس د پاکستان نوم ولیکي.

د کرکټ د نړیوالې شورا د اصولو له مخې په ټولو نړیوالو ټورنمنټونو کې د ټولو ګډونوالو لوبډلو په لباس د کوربه لوبډلې نوم لیکل کیږي.

تر دې وړاندې د هند کپتان روهیت شرما پاکستان ته د پرانیستې مراسمو کې له ګډون کولو هم ډډه کړې وه.