ټیکنالوژي

واټساپ کې ډیر ژر نوي تبدیلي رامنځته کیږي

کابل ټيليګراف (سلواغې ۴مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

میټا شرکت ویلي، چې ډیر ژر به د واټساپ په سټیټس کې نوی بدلون رامنځته کړي.

د میټا شرکت ویلي، چې په واټساپ برخه کې به یوه مرکزي فیچر اضافه کړي، چې کارونکي به وکولاي، د خپل واټساپ سټوري په یو وخت کې فیس بوک، انسټاګرام او واټساپ کې خپره کړي.

تر دې وړاندې د واټساپ کارونکو ته اجازه ورکړل شوې وه، چې خپله سټوري د واټساپ له لارې په فیس بوک کې هم خپاره کړي.

دغه فیچر چې لا تر اوسه ندی خپور شوی، په ترڅ کې به یې کارونکو ته صلاحیت هم ورکول شوی، چې د واټساپ له لارې پخپله خوښه سټوري لپاره د میټا اړوند نور اپلېکېشنې وټاکي.