عجایب
په تایلینډ کې په لومړي ځل همجنسبازانو ډله ییز واده ترسره کړ
کابل ټيليګراف (سلواغې ۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
وروسته له هغې چې په ټایلنیډ کې د پارلمان او د دغه هېواد د پاچا لخوا د همجنسبازانو ترمنځ د واده کولو لایحه تصویب شوه، په لومړي ځل دغه هېواد کې د دغه ډلې ترمنځ ډله ییز واده ترسره شو.
د دغه لایحې له مخې؛ همجنس بازان د نورو وګړو په څېر د بشپړ قانوني، مالي، طبي حقونو څخه برخمن شوي او دوی ته صلاحیت ورکول شوی، چې یو بل څوک د خپل اولاد په توګه وټاکي او ورته میراث ولیږدوي.
د یاد هېواد لومړي وزیر ویلي، هر څوک حق لري، چې له مذهبي، نژادي او جنسيتي توپیر پرته ماشومان وپالي، واده وکړي او ټول د دوی لپاره یو ډول مساوي حقوق لري.
هغه خوښي ښودلې، چې د دوی د قانون د تصویب وروسته په سلګونو همجنس بازانو ډله ییز واده وکړ او ګڼ نورو د دغه چارې لپاره ثبت نام ترسره کړ.