لوبې

راشد خان د نړیوالو شل اووریزه لوبو تر ټولو زیاتې ویکټو اخیستوونکی شو

کابل ټيليګراف (سلواغه 14مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د افغانستان د کرکټ ستوری راشد خان، د سویلي افریقا په غوره لیګ کې له ځلیدو وروسته، د نړیوالو شل اووریزو لوبو کې په تاریخ کې د تر ټولو زیاتو ویکټو اخیستوونکی شو.

هغه د تېرې شپې لوبه کې دوه نورې ویکټې واخیستې، چې په دې سره یې د ویکټو شمېر شپږ سوه یو دیرش ته ورسېد.

راشد خان دا تاریخي ریکارډ په هغو څلور سوه شپیتو لوبو کې ترلاسه کړ چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او مختلفو لیګونو لپاره یې ترسره کړې وې.

تر دې مخکې، د ویسټ انډیز مشهور بالر دی‌جی براوو د شپږسوه یو دیرش ویګټو په ترلاسه کولو سره د شل اوریزو لوبو د غوره بالرانو په لیست کې لومړی ځای درلود.

خو راشد خان دا لقب د کمو لوبو له امله ګټلی دی او د خپل ریکارډ د ښه کولو لپاره لاهم ډېر فرصت لري.