لوبې

د استرالیا لوبډلې پیاوړي ستېفن سمیت د کرکټ د یو ورځېنو نړیوالو لوبو څخه استعفاه اعلان کړه

( کابل ټيليګراف (کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

نوموړي چې د اتلانو جام سیالیو کې خپله لوبډله هم رهبري کوله لوبډلې یې په نیمه پایلوبه کې ماتې وخوړه او دغه سفر یې پای ته ورسید چې ورسره خوجت نوموړی هم د یو ورځینو سیالیو څخه لاس په سر شو

ستېفن سیمت ۱۷۰ یورځېنې سیالۍ کې د خپل هېواد په ګټه لوبې ترسره کړې وې چې پکې ۵۸۰۰ منډې ترسره کړې وې چې ۱۲ سلېزې او ۳۵ پنځوسېزې هم شاملې وې

نوموړي په توپ اچونه کې بیا ۲۸ لوبغاړي هم سوزولي و

سمیت چې یو مهال د استرالیا لوبدلې لوبډلمشر هم و او په اتلانو جام سیالیو کې هم دغه مسولیت ورسپارل شوی و د دې لوبډلې یو له مهمو لوبغاړو څخه شمېرل کیده او د خپلې لوبډلې لپاره یې  په ټولو فارمټونو کې بهترین کرکټ نندراې ته وړاندې کړ او خپل د یو ورځېنو سیالیو سفر یې د اتلانو جام سیالیو تر ستنېدو وروسته پای ته ورساوه