لوبې
د کرکټ نړیوالې شورا له لوري اعلان شوې درجه بندۍ کې مخکښ یې ټول د آسیا لوبغاړي دي

کابل ټيليګراف، کب ۱۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال
د کرکټ نړیواله شورا چې تازه یې د یو ورځینو سیالیو تازه درجه بندي اعلان کړې پکې مخکښ ټول آسیایي لوبغاړي دي.
په دې تازه اعلان شوې درجه بندې کې د الرنډرانو په کتار کې لومړی ځای افغان لوبغاړي عظمت الله عمرزي سره خپل کړی دی، د توپ وهنکو له ډلۍ بیا لومړی ځای د هندي شبمن ګل سره دی او په توپ اچونه کې بیا لومړی مقام د سریلنکا ور توپ اچونکي مهیش تیکشنا ترلاسه کړی دی.
په داسې حال کې چې په دې درجه بندۍ کې په لومړي مقام کې د نړۍ د نورو لویو وچو او قوي لوبډلو هیڅ لوبغاړی نه دی راغلی.
باید یادونه وشي چې عمظمت الله عمرزی د ۲۰۲۴ کال د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړې وه.