ټیکنالوژي
ایلن ماسک: په X ټولنیزه شبکه سایبري برید شوی

( کابل ټيليګراف (کب ۲۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د X په نوم ټولنیزه شبکه چې پخوانی نوم یې ټویټر دی، پرون د بېلا بېلو پراکنده خنډونو سره مخامخ وه.
د دغه شبکې مالک ایلن ماسک وایي، چې په ایکس سخت سایبري بریدونه شوي او د فعالیت د ځندیدو او پراکنده توب لامل یې همدغه بریدونه وو.
د «ایکس» ټولنیزه شبکه نن سهشنبه لا هم له خنډ سره مخ ده او په ښه توګه فعاله نده.
ایلن ماسک پرون پخپل ایکس پاڼه کې ولیکل: «موږ هره ورځ د بریدونو سره مخ کېږو، خو دا برید د ډېرو سرچینو په کارولو سره ترسره شوی دی. یا یوه لویه همغږې شوې ډله یا یو هېواد د دې تر شا دی.»
ایلن ماسک په دې اړه نور تفصیلات نه دي ورکړي، چې بریدګر ډله د کوم هېواد اړوند ده.