لوبې
هارډېک پانډیا آی پي اېل کې له بندیز سره مخ شو

( کابل ټيليګراف (کب ۲۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی او په ای پي ایل سیالیو کې د ممبي لوبډلې لوبډلمشر هارډېک پانډیا په ۲۰۲۴ آی پي اېل سیالیو کې د سلو اور رېټ له وجې پړ بلل شوی و او سزا یې سږ کال ورکول کېږي نوموړي تر کال د ای پي ایل سیالیو په وروستۍ لوبه کې د خپلو بالرانو اورونه په خپل وخت نه و ترسره کړي او له امله یې سږکال د خپلې لوبډلې لپاره په لومړی لوبه کې نه شي لوبېدلی
پانډیا به د چینای پر وړاندې د ممبی لومړۍ لوبه کې ونه لوبیږي او لوبډلمشري به دې لوبه کې روهېټ شرما وکړ.