ټلیګرام د فرانسې او اروپايي اتحادیې له بازار څخه د وتلو ګواښ وکړ

کابل ټیلیګراف – د غويي لومړۍ۱۴۰۴ لمریز کال
د ټلیګرام پیغامرسونکي بنسټګر او مدیر پاول دوروف نن د خپل رسمي چینل په یوه پیغام کې اعلان وکړ چې که فرانسه یا اروپايي اتحادیه نوي قوانین تصویب کړي چې پیغامرسونکي یې د دولتي ادارو د لاسرسي لپاره «شاتنۍ دروازه» (Backdoor) جوړولو ته اړ باسي، دا شرکت به غوره وګڼي چې د خپلو کاروونکو د امنیت له خطر سره مخ کولو پر ځای له دې هېوادونو ووځي.
دوروف د ټلیګرام د ژمنې په ټینګار سره، چې د کاروونکو د محرمیت ساتنې او د سرتاسري کوډ کولو (End-to-End Encryption) پر اصولو ولاړ دی، وویل: «موږ به هیڅکله د خپلو کاروونکو امنیت د سیاست یا دولتي فشارونو قرباني نه کړو. که موږ اړ شو چې انتخاب وکړو، نو غوره به دا وي چې د اروپا له بازار څخه ووځو، پر ځای د دې چې زموږ سرورونو ته شاتنۍ دروازه اضافه کړو.»
د دوروف دا وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې اروپايي اتحادیه د ډیجیټل پلیټفارمونو او پیغامرسونکو پر څارنې د زیاتوالي لپاره د قوانینو د تصویب په حال کې ده، په ځانګړې توګه د ترهګرۍ، سازمانیافتو جرمونو او د سایبري فضا له ناسمې استفادې سره د مبارزې په موخه.
ټلیګرام په نړۍ کې یو له خورا مشهورو کوډ شوو پیغامرسونکو څخه دی چې په ډېرو هېوادونو، په تېره بیا اروپايي هېوادونو کې په میلیونونو کاروونکي لري.