عجایب

یو ځوان به بلجیم سعودي عربستان ته د حج مراسمو لپاره په باسیکل رسیدلی

کابل ټیلیګراف – ۲۹غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د بلیجم هېواد څخه یو ۲۶ کلن ځوان د ۶ زره کیلو متره څخه د زیات واټن په وهلو او ۹ هېوادونو څخه په تېریدو په بایسکل د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته رسیدلی.

دغه ځوان انس رزقيله بیلجئيمه نومیږي او وایي، په رمضان میاشت کې دغه سفر پیل کړی و.

هغه له بلجیم څخه د درې میاشتو بایسکل چلولو وروسته، د جرمني ، اتریش ، ایټالیا، بوسنیا، ترکیې او اردن له هېوادونو تېر شو او سعودي عربستان ته رسیدلی.

د یادونې وړده، چې د افغانستان په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو اتباع هم په باسیکل د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي وو.