یوې هندۍ میرمنې ۲۵ کسانو سره په درغلۍ ودونه کړي

کابل ټیلیګراف – د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال
د هند د راجستان پولیسو د انورادها پاسوان په نوم یوه ۲۳ کلنه ښځه نیولې، چې په بېلا بېلو وختونو کې له ۲۵ نارینو سره ودونه کړي او بیا یې د هغوی قیمتي توکي، زیورات او نغدې پیسې غلا او ترې تښتیدلې وه.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، انورادها د منظم ودونو د درغلۍ ډلې غړې ده.
دا ډله هغه نارینه په خانګړي ډول په کلیوالي او نیمه ښاري سیمو کې نښه کوي چې د واده لپاره لیواله وي او ټولنیز فشار ورباندې وي.
پولیسو ویلي، انورادها به د قانوني اسنادو سره په محکمې کې ودونه کول، څو ورځې به یې د خاوند سره ژوند کاوه او بیا به یوه شپه په پټه د زیوراتو، نغدو پیسو او نورو قیمتي توکو سره تښتېدله.
انورادها پخوا د اترپردیش په مهاراج ګنج کې په یوه روغتون کې کار کاوه، خو د خاوند سره د کورني شخړو وروسته بهوپال ته کډه شوه او هلته یې د ودونو د درغلۍ ډلې سره یوځای شوه.