عجایب

په اندونیزیا کې یوې جوړې ۴۰ کاله د صفایي په کار سره پیسې راټولې او حج ته پرې تللي

کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د اندونیزیا یوې زړې جوړې، چې ۴۰ کاله یې د صفایي کار کړی، بالاخره د حج ادا کېدو لپاره سعودي عربستان ته ورسیدل.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د دې زړې جوړې مشر لیګیمین نومېږي، چې د صفایي کار کوي او د هغه مېرمنې هم ورسره مرسته کوله.
لیګیمین د سعودي پریس اژانس سره په خبرو کې وویل، د حج کول زما خوب د ۴۰ کلونو محنت وروسته پوره شو، زه باور نه کوم چې زه به په خپلو سترګو کعبه شریفه ووینم.
هغه وویل، په سختو حالاتو کې یې له خپلې مېرمنې سره په ۱۹۸۶ کال کې سخت کار پیل کړ او د حج لپاره یې پیسې راټولې کړې، تر دې چې سږ کال یې د حاجیانو په نوملړ کې خپل نوم ثبت کړ.
هغه زیاته کړه، لومړی د الله شکر ادا کوم، بیا د هر هغه کس او د «مکې روټ انیشی ایټو» مننه کوم چې دا یې اسانه کړه، کوم چې ما یې فکر هم نه کاوه.