
کابل ټیلیګراف – ۲ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان کرېکټ بورډ د روان ۲۰۲۵ز کال د شل اوریز اسیا جام سیالیو لپاره د افغان اتلانو ۲۰ کسیز نوملړ په اعلان کړ، چې پکې ۱۷ لوبغاړي په عمومي او ۳ لوبغاړي په احتیاطي نوملړ کې ځای شوي دي.
کرېکټ بورډ وایي له دې وړاندې د یادو سترو سیالیو لپاره د چمتووالي په موخه په کابل کې تمریناتي کمپ ترسره شو او دا مهال په متحده عربي اماراتو کې هم لوبغاړي پر تمریناتي کمپ بوخت دي.
په نوملړ کې:
لوبډلمشر راشدخان، ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز، صدیق اتل، درویش رسولي، ګلبدین نائب،کریم جنت، عظمت الله عمرزی، محمدنبي عیسی خیل، شرف الدین اشرف، الله محمد غضنفر، محمد اسحق رحیمي، مجیب ځدراڼ، نوراحمد لکڼوال، نوین الحق، فضل الحق فاروقي او فریداحمد ملک شامل دي.
احتیاطي لوبغاړو کې:
وفي الله تره خېل، ننګیال خروټی او عبدالله احمدزی شامل دي.
باید وویل شي چې د متحده عربي اماراتو په کوربه توب به د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د راتلونکې درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره هم د متحده عربي اماراتو په تمریناتي کمپ کې د موجوده ۲۲ کسانو له منځه د افغان لوبډلې نوملړ غوره شي.