عجایب
په راجستان کې یوې ۵۵ کلنې ښځې خپل ۱۷م ماشوم وزېږاوه

کابل ټیلیګراف –۶وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د هند راجستان ایالت د اوديپور په ولسوالۍ کې د ریخا په نوم یوې ۵۵ کلنې میرمنې خپل ۱۷م ماشوم وزېږاوه.
د هندي رسنیو په وینا، ریخا، چې د کاورا رام مېرمن ده، خپل ۱۷م ماشوم یې وزیږاوه.
د روغتون چارواکو ویلي، مور او ماشوم دواړه روغ دي.
راپور وايي، د اوديپور د لیلواس کلی اوسېدونکي ریخا او کاورا رام ۵ ماشومان (۴ زامن او یوه لور) د زېږون لږ وخت وروسته مړه شوي، خو اوس یې ۱۲ ماشومان ژوندي دي چې ۷ زامن او ۵ لوڼې دي.
د کاورا رام په وینا، د دوی ۲ زامن او ۳ لوڼې واده شوي دي او هغوی خپله ماشومان هم لري.
د هندي رسنیو په وینا، د دې جوړې مالي حالت ډېر خراب دی.
کاورا رام، چې د کباړ په کاروبار کورنۍ چلوي، وايي د ماشومانو د ودونو لپاره یې پر سود پور اخیستی دی.
هغه دا هم منلې چې د کورنۍ هیڅ غړی هیڅکله ښوونځي ته نه دی تللی.