ټیکنالوژي

د انسټاګرام د کارونکو میاشتنی شمېر له ۳ میلیارده څخه واوښت

کابل ټیلیګراف د تلې ۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال

انسټاګرام د میټا درېیم داسې اپلیکیشن شوه چې د کارونکو میاشتنی شمېر یې له ۳ میلیارده څخه اوړي.

مخکې فېسبوک او واټس اپ دا مهمه لاسته راوړنه کړې وه.

د میټا اجراییه رئیس مارک زکربرګ وايي، چې د انسټاګرام میاشتني کاروونکو شمېر له ۳ میلیارده څخه زیات شوی دی.

هغه په خپل انسټاګرام چینل کې ویلي، موږ دلته یوه حیرانوونکې ټولنه جوړوو.

دا د عکس شریکولو اپلیکیشن لپاره یوه ډېره مهمه لاسته راوړنه ده، چې میټا یې په ۲۰۱۲ کال کې د ۱ میلیارده ډالرو په بدل کې اخیستې وه.

مخکې، په اکتوبر ۲۰۲۲ کې د انسټاګرام کاروونکو شمېر ۲ میلیارده ته رسیدلی و، یعنې شاوخوا په ۳ کلونو کې د کاروونکو شمېر یو میلیارده زیات شوی دی.

میټا په اپریل ۲۰۲۴ کې اعلان وکړ چې نور به د فېسبوک او نورو اپلیکیشنونو دقیق شمېر نه ښودل کېږي، خو د اپلیکیشنونو مهمې لاسته راوړنې به اعلانېږي.

مارک زکربرګ د ۲۰۲۵ کال جنورۍ کې ویلي و چې د فېسبوک ورځني کاروونکي له ۳ میلیارده څخه زیات شوي دي.

هغه دغه راز ویلي وو، چې په ټوله نړۍ کې له ۳ میلیارده څخه زیات خلک واټس اپ کاروي.