فرانسې د ټيليګرام ټولنيزې شبکې مشر نيولی دی
فرانسوي پوليسو په پاریس کې د ټولنيزې شبکې ټيلیګرام مشر پاويل درووف په داسې حال کې چې د يوې الوتنې له لارې دغه هېواد ته داخل شوی، نيولی دی.
د رپوټونو له مخې، ۳۹ کلن پاويل درووف د همدغه اپلېکشن اړوند ځينو جرمونو په تور د لي بور هوايي اډه کې نيول شوی.
روسيي رسنۍ وايي، په پاريس کې د دغه هېواد سفارت د نوموړي د نيول کېدو د وضاحت په اړه بيړني اقدامات کوي.
يوې روسيې تلویزيوني شبکې ويلي چې درووف په خپله شخصي الوتکه کې پاريس ته ورغلی و.
په ۲۰۱۸ کال کې هغه مهال چې د دغې ټولنيزې شبکې څښتن د خلکو د شخصي ډېټا له ورکړې انکار ورکړ، د روسیې حکومت پر دغه اپلېکشن بنديز لګولی و خو په ۲۰۲۱ کال کې بېرته دا بنديز پای ته ورسېد.
پاویل دوروف د ټيلیګرام اپلېکېشن په ۲۰۱۴ کال کې جوړ کړ او په ۲۰۱۴ کال کې يې هغه مهال روس پرېښود چې روسيې حکومت له نوموړي څخه د خلکو د ډيټا د ورکړې غوښتنه کوله.