د طالبانو د محدودیتونو دوام، تازه یې د سوک وهنې په ګډون پر ازادو سیالیو بندیز لګولی دی.
د طالبانو په حکومت کې د بدني روزنې او ورزش رياست وايي، د امربالمعروف په غوښتنه د دوی مشر ملا هیبت الله اخون له لوري د ازادو سیالیو (فري فایټ) پر لوبو باندې بنديز ولګول شو.
امربالمعروف وزارت شاوخوا څلور میاشتې وړاندې خپل مشر ملا هبتالله اخندزاده ته استولي مکتوب کې غوښتنه کړې وه چې د کار شروع یا پرانیستې محفلونو پر مهال د پټیو پرې کول، د مناسبتي ورځو لکه (د مور، ښوونکو او عاشقانو ورځو) دغه راز په ټولو دولتي ادارو کې پر قالینو له بوټانو سره ګرځېدل او د آزادو مبارزو په سیالیو دې بندیز ولګول شي.
دغه مکتوب چې پرون دطالبانو د مشر ملا هبت الله له لوري منل شوې به په کې راغلي چې د سوک وهنې په ګډون باید ټولې هغه ورزشي لوبې بندې شي چې مقابل لوري ته په کې سخت زیان رسیږي او د سترګو د ړندېدو ، د عصابو د ټپي کېدو او ان د مړینې لامل ګرځي..
د طالبانو په حکومت کې د بدني روزنې او ورزش رييس احمد الله وثيق رسنيو ته ويلي چې دا مکتوب د امربالمعروف وزارت له لوري دوی ته ورلېږل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د طالبانو له لوري په افغانانو بېلابېل محدودیتونه د زیاتېدو په حال کې دي.
روانې اګسټ میاشتې په ۲۱ مه د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوی قانون اعلان کړو چې له مخې یې په افغان میرمنو نور محدودیتونه هم لګول شوي دي.
د طالبانو دا قانون په کور دننه او په نړیواله کچه له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی، خو د طالبانو دحکومت ویاند په دې اړه د نړیوالو اندېښنې بې ځایه بللي دي او ویلي یې دي چې د امر بالمعروف د قانون په اړه نیوکه کوونکي د ایمان له زوال سره مخ دي.