ټیکنالوژي

په برازیل کې د اېکس ټولنيزې شبکې په استعمال بندیز ولګېد

د برازیل سترې محکمې د ایلن ماسک له لوري د دغه هېواد د غوښتنو د نه منلو له امله د اېکس ټولنيزه شبکې د تړل کېدو پرېکړه وشوه.

د برازیل چارواکو له اېلن ماسک څخه غوښتي وو چې د حکومت پر ضد د نا درستو خبرونو د نشر په مخنيوي کې دې ورسره مرسته وکړي، خو اېلن ماسک د دغې غوښتنې په غبرګون کې په برازيل کې د اېکس شبکې دفتر بند کړ.

د برازیل سترې محکمې په همدې تړاو پرېکړه وکړه چې دغه هېواد کې دې د اېکس شبکې په استعمال بنديز ولګول شي. دغه راز په دغه پرېکړه کې د مخابراتو وزارت ته دنده سپارل شوې چې په ګوګل او ايپل شبکو کې دې هم اېکس شبکه بنده شي.

په برازیل کې ۲۲ ميليونه څخه زیات کسان د اېکس ټولنيزه شبکه کاروي.

د دې پریکړې په غبرګون کې، د ایکس مالک ایلن ماسک وویل: «د بیان ازادي د ډیموکراسۍ بنسټ دی او په برازیل کې یو غیر منتخب سوډو قاضي د سیاسي موخو لپاره دا ویجاړوي.»