ایا پوهیږۍ چې شاهرُخ خان څومره تعلیم لري؟
د هندي سینما باليووډ ستوری شاهرُخ خان په فلمي نړۍ کې له کامیابه فلمي ستورو یو دی چې په نړۍ کې ډير زیات مینه وال لري.
ټایمز ناو د شاهرُخ خان په اړه لیکي چې دغه فلمي ستوري د پرمختګ هیڅ ډول موقع له لاسه نده ورکړې.
شاهرُخ خان په فلمي دونیا کې د ستوري جوړېدو لپاره د هندوستان په مشهور پوهنتون جامعه ملیه کې د ماسټرۍ زده کړې په نیمه کې پرېښودې او فلمونو ته یې مخه کړه خو ددې سربیره دغه ستوری په باليووډ کې د لوړو زده کړو لرونکو فلمي ستورو په کتار کې شمار دی، نومړی درې افتخاري دوکتوراوې لري.
دغه فلمي لوبغاړي ته په ۲۰۰۹ کال کې یونیورسټي اف بریډ فورډ شایر په ښکلو هنرونو کې د ډاکټري افتخاري سند ورکړو.
ددې ترڅنګ شاهرُخ خان د نړۍ لومړنی غیر ملکي فلمي لوبغاړی دی چې له ملیشیا یې د ډاټوک خطاب ترلاسه کړی.
همدا ډول په ۲۰۱۵ زیږدیز کال نومړي ته یونیورسټي اف ایډنبرا پوهنتون د ډاکټرۍ افتخاري سند ورکړ.
ددغه سند د ورکولو پر مهال نوموړي زده کړیالانو ته په وینا کې وویل: ستاسو مبارزه ستاسو پرمختګ پورې تړلې، هڅه وکړئ چې مبارزه مو دوامداره وساتئ تر څو منزل ته ورسیږئ.
د دوکتورا دریم افتخاري سند شاهرُخ خان ته په ۲۰۱۹ کال د یونیورسټي اف لا پوهنتون څخه په فلانتروپي برخه کې ورکړل شو.
د باليووډ کینګ په نامه مشهور دغه ستوري ابتدایه او لیسې زده کړې د ډیلي په سینټ کولمبس ښوونځي کې ترسره کړي چې ورسته یې هنس راج پوهنتون کې اقتصاد ولوسته.
شاهرُخ خان یو له هغه فلمي ستورو دی چې د کتابونو له مطالعې سره ډيره زیاته مینه لري او له بوختیاوو ورسته تر ډيره د کتابونو په مطالعه تیروي.