ټیکنالوژي

د اوبو موندلو لپاره درې ملیارده کیلومټره اوږد سفر ماموریت

د اکتوبر په لسم ، ناسا د اوبو د لټون لپاره اوږد واټن ساینسي ماموریت پیلوي چې د شاوخوا درې ملیارده کیلومتره فاصلې پوښلو وروسته به د مشتري سپوږمۍ یوروپا مدار ته ورسیږي.

 دا اوږد او پېچلی سفر به په شپږو کلونو کې بشپړ شي.

ددغه  ستونزمن سفر لپاره به SpaceX ځواکمن Falcon راکټ وکارول شي.

یاد راکټ چې د انرژۍ په سل لمریزو تختو سمبال دی تر ټولو لوی راکټ بلل کیږي چې فضا ته واستول شي.

د اوبو د لټون د دغه ماموریت لګښت شاوخوا ۵ میلیارده ډالره اټکل شوی دی چې په دغه پروژه کې نږدې زر متخصص اشخاص کار کوي چې نږدې ۲۲۰ یې د نورو هیوادونو ساینسدانان دي. 

د دې ماموریت لپاره تر ټولو لوی ګواښ د مشتري په شاوخوا کې وړانګې دي چې کولای شي په راکټ کې ایښودل شوي ساینسي وسایلو ته زیان ورسوي.

د مشتري مقناطیسي ساحه د ځمکې په پرتله 20,000 ځله قوي ده، چې گردش یې قوي راډیو اکټیو ذرات تولیدوي.

یوه نوې څيړنه په ډاګه کوي چې د مریخ په ژورو کې د اوبو شتون ممکن دی.

د ساینس پوهانو په وینا اوس مهال تر ټولو ډيره پاملرنه د راکټ په محافظتي سیسټم راټوله ده چې د ساینسي تجهیزاتو له واړنګو څخه د ساتنې په موخه ډيزاین شوی دی.

په پالکون سپوږمۍ کې کیمرې، رادارونه او نور وسایل به د مشتري په سپوږمۍ یوروپا کې د اوبو د مقدار په اړه ساینسي معلومات راټول کړي او ځمکې ته به یې راواستوي او ممکن له مخې یې مالومه شي چې دغلته ژوند ممکن دی او کنه.

 دا فضايي بیړۍ چې د مشتري د سپوږمۍ په مدار کې ګرځي د یوروپا کلیپر نومیږي.

ددغه پروژې مدیر اردن ایونز په وینا: د یوروپا کلیپر به د سپوږمۍ د سطحې څخه شاوخوا 25 کیلومتره 49 ځله تیریږي، چې په ترڅ کې به یې د شدید وړانګو سره مخ شي، له همدې امله، د هر دورې ترمنځ د دریو اونیو وقفه شتون لري ترڅو د فضايي وسایل په خوندي توګه د وړانګو له اغیزو څخه وژغورل شي.

ایا تاسو پوهیږئ چې په یوروپا کې څومره اوبه دي؟

ساینس پوهان په دې باور دي چې یوروپا له 15 څخه تر 25 کیلومترو پورې د یخ طبقه لري چې کیدای شي له 60 څخه تر 150 کیلومتره ژوره وي.

د دې سپوږمۍ قطر د ځمکې څلورمه برخه ده، په داسې حال کې چې د اوبو اندازه د ځمکې د ټولو سمندرونو د ګډ مقدار دوه برابره ده خو دا اوبه ملګینې دي.