وټس ایپ داسې فیچر ازمایي چې کاروونکي له نامالومو پیغامونو وساتي
واټس اپ یو نوی فیچر ازمايي چې د نامعلوم نمبرو څخه لیږل شوي ناغوښتل شويو پیغامونو نه کاروونکي وساتي.
دا ځانګړې فیچر داسې ډيزاین شوی چې په اتوماتيک ډول کاروونکي د نامعلومو لیږونکو میسجونو څخه ساتي.
که څه هم دا فیچر لا دمخه د ازموېښت له پاره وړاندې شوی خو فعالولو ته اړتیا لري.
وټس ایپ ددغه ځانګړنې لرونکي فیچر په اړه وایي چې په پام کې ده دغه ایپ به د دوه نورو ځانګړتیاو سره یوځای شي چې هدف یې د پیغام رسولو ایپ کارولو پرمهال د کارونکي محرمیت ساتل دي.
د وټپ ادارې د مالوماتو له مخې د Android 2.24.20.16 لپاره د WhatsApp تازه کولو وروسته، کاروونکي به نوي ترتیب شوي ایپ ته لاسرسی ولري چې د ځینو نامعلومو حسابونو پیغامونه بندوي.
د WhatsApp د نوي فیچر توضیحات وايي چې دا د کاروونکو حسابونو خوندي کولو او د وسیلې فعالیت ښه کولو لپاره ډیزاین شوی. یوځل چې فعال شي، د پیغام رسولو پلیټ فارم به ‘د نامعلومو حسابونو لخوا لیږل شوي پیغامونه بند کړي.