سينما

په هند کې د فلمي لوبغاړي انوپم کهیر په انځور چاپ شوې هندۍ کالدارې نیول شوي

پولیسو د هندوستان په ګجرات ایالت کې هغه پیسې نیولي چې د ګاندي پر ځای پرې د هندي سینما باليووډ فلمي ستوري انوپم کهیر انځور چاپ شوي وو.

ددغه جعلي روپیو سره په تړاو څوک ندي نیول شوي خو د پولیسو په وینا د نیولو لټه یې روانه ده.

خپله انوپم کهیر په ټولنیزو رسنیو ددغه جعلي پېسو ویډیو خپره کړې او ورته لیکلي یې دي چې دلته«هر څه کېدای شي.»

د ګجرات پولیسو رسنیو ته ویلي، نیول شوې جعلي پیسې ۱۶ میلیونه هندي کالدارې دي چې ټول یې د ۵۰۰ لوټونه دي او د هند د مرکزي بانک نوم هم پرې غلط لیکلی شوی دی.

د راپورنو له مخې یادې جعلي پیسې د قیمتي توکو یوه سوداګریز شرکت ته د ۲۱۰۰ ګرامه سرو زرو د خرڅلاو په بدل کې ورکول شوي دي.