د هندي سینما هغه لس فلمونه چې ترمنځ یې د پېسو ګټلو سخته سیالي روانه ده
د هندي سینما بالیووډ هغه فلمونه چې په ۲۰۲۴ کال کې د نندارې له پاره وړاندې شوي ترمنځ یې سخته سیالي روانه ده.
د هنري خبرونو خپرونکې وېبپاڼې ‘کوي موي’ د هغو لسو فلمونو نوملړ خپور کړی چې سږ کال یې په هندي سینما کې د پام وړ ګټه کړې ده.
په دې فلمونو کې ‘سټري ټو’ د ۶۲۰ کروړه هندي روپیو سره لومړی، “کلکي ۲۸۹۸ AD” ۲۹۵ کروړه او “فائټر” د ۲۱۵ کروړه هندي روپیو سوداګرۍ سره پرله پسې لومړی، دویم او دریم ځای خپل کړی.
ددغه فلمونو په څلورم مقام شیطان په نامه فلم دی چې تر اوسه یې ۱۵۱ کروړه هندي روپۍ ګټلي دي او ترڅنګ یې منجا فلم ۱۰۸ کروړه ګټه کړې.
له دې وروسته د ۹۰ کروړه هندي کلدارو په ګټلو سره شپږم فلم ‘کریو’ دی، د ٨٧ کروړه هندي کلدارو په ګټلو فلم ‘تیری بات مې ایسا الجا جایا’ اووم مقام ګټلی، په داسې حال کې چې د کشمیر په موضوع جوړ شوی فلم ‘آرټیکل 370’ په اتم مقام دی چې ۸۴ کروړه هندۍ روپۍ ګټه یې کړې ده.
د هندي سینما په نهم نمبر فلم ‘بړې میان چوټي میان’ دی چې ۶۶ کروړه هندي روپۍ یې ګټلې دي.
او ورستی فلم ‘چاندو چیمپیون’ په هندي سینما بالیووډ کې د ۱۰ لوړ عاید لرونکی فلم و چې ۶۵ کروړه هندي روپۍ یې ګټلې.