لوبې

د کارابین سیالیو په پایلوبه کې نور احمد درې لوبغاړي اوټ کړل او پایلوبه یې وګټله

د ویسټ انډيز تجارتي سیالیو پایلوبه سینټ لوشیا لوبډلې وګټله په کومه کې چې افغان لوبغاړی نور احمد لکڼوال هم لوبیده.

د ویسټ انډيز کارابین کرکټ تجارتي سیالیو په پایلوبه کې ګیانه او سنټ لوشیا لوبډلې سره مخامخ وې چې دواړو لوبډلو کې افغان لوبغاړي وو.

ګیانا کې افغان پیلیز توپوهونکی رحمن الله ګربز لوبیده او په مقابل سنټ لوشیا کې سوکه توپ اچوونکی نور احمد لکڼوال لوبیده چې نور احمد د خپلې لوبډلې له پاره په پایلوبه کې د مقابل لوبډلې درې لوبغاړي اوټ کړل او لوبه یې د خپلې لوبډلې په ګټه تمامه کړه.

نور احمد ددغه تجارتي سیالیو غوره توپ اچوونکی شو چې په ټول سیالیو کې یې تر نورو زیات ۲۲ لوبغاړي اوټ کړي وو.

په پایلو کې رحمن الله بغیر له کومې منډې اوټ شو.