افغانستانخبرونه

طالبانو په کونړ کې د داعش ډلې یو غړی وژلی

کابل ټيليګراف (د مرغومي۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په کونړ کې طالب چارواکي ادعا کوي چې د دغه ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پرمهال د داعش ډلې یو مهم غړی وژلی دی.

د کونړ امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا عملیات تېره شپه د طالب استخباراتو له خوا د دغه ولایت نرنګ ولسوالۍ په چهارکلا سیمه کې ترسره شوې دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د داعش وژل شوی دا غړ سیدملا حماس نومېده او د کونړ د ماڼوګۍ ولسوالۍ اوسېدونکی و.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې چې د داعش دا وژل شوی جنګیالی له دې وړاندې پاکستان ته تللی، په بلوچستان کې یې د جګړې په برخه کې روزنه ترلاسه کړې او تازه کونړ ته راستون شوی و.

په سیمه کې ځينو سرچینو ویلي چې یادو عملیاتو څو ساعتونه دوام کړی، چې پرمهال یې د داعش ډلې د یاد غړي دوه میرمنې او یو زوی هم ټپي شوي دي.

دا په داسې حال کې چې طالب چارواکو ویلي چې په هیواد کې یې داعش ډله ځپلې او اوس له دوی سره د مخامخ جګړې توان نه لري.