افغانستان

  • اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړنې لپاره د تفتیشي میکانیزم جوړولو څخه ملاتړ ندی کړی

    ( کابل ټیلیګراف – د وري 6مه ۱۴۰۴ لمریز کال ) د بشري حقونو د څار سازمان یوې مشرې هیلاري…

    نور...
  • په جرمني کې یوه افغان بریدګر محکمه کې پخپلو کړنو پښېماني څرګنده کړه

    ( کابل ټیلیګراف – د وري 6مه ۱۴۰۴ لمریز کال ) د سلیمان عطایي په نوم هغه بریدګر چې د…

    نور...
  • کندهار کې د یوه ترانسپورټي ترمینل د جوړېدو چارې پیل شوې

    کابل ټیلیګراف – ۵ وری ۱۴۰۴ لمریز کال د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، د ۲۸۴ میلیونه افغانیو په ارزښت کندهار کې د نساجي مسافر وړونکو موټرو د ترمینلد جوړېدو چارې پیل شوې. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ترمینل په ۱۰۰ جریبه ځمکه د ۱۴ میاشتو په موده کې جوړېږي. د یادونې ده وړمه ورځ د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند هم په کابل کې د ارغندي ترانسپورټيترمینل د چارو پرانیسته وکړه. له کابل وروسته په بدخشان او اروزګان ولایتونو کې د ترمینلونو د جوړېدو چارې پیل شوې وې.

    نور...
  • کابل کې د خپل‌منځي شخړې له امله یو تن وژل شوی

    کابل ټیلیګراف – ۵ وری -۴۰۴ لمریز کال د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د خپل‌منځي شخړې له امله یو تن وژل شوی دی. په یاده سیمه کې یوې باوري سرچېنې کابل ټیلیګراف ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام شوې ده. سرچینې وویل، شخړه هغه مهال رامنځته شوه چې یو تن په کوڅه کې د روانو کسانو په منځ کې پټاقي اچولې وه چې وروسته په اخ او ډبواوښته. سرچېنې د معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې یو تن ټپي شوی و چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه. طالبانو تر اوسه په دې څه نه دي ویلي.

    نور...
  • اف‌بي‌آي هم د سراج‌الدین حقاني پر سر د ۱۰ میلیون ډالرو جایزه لرې کړه

    ( کابل ټیلیګراف – د وري 5مه ۱۴۰۴ لمریز کال ) وروسته له هغه چې د طالبانو د کورنیو چارو…

    نور...
  • تورخم اخوا بند پاتې ۵۰ افغان ماشومان د تورخم له لارې بېرته را ستانه شول

    ( کابل ټیلیګراف – د وري 5مه ۱۴۰۴ لمریز کال ) د پاکستان پولیسو هغه ۵۰ افغان ماشومان چې په…

    نور...
  • مجاهد: د واخان سړک دویمه مرحله او د کاسا-۱۰۰۰ پروژه سږ کال پیل کیږي

    ( کابل ټیلیګراف – د وري 5مه ۱۴۰۴ لمریز کال ) د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، سږ کال…

    نور...
  • ترکیه کې د لاریونونو دوام؛ لسګونه پولیس ټپیان او ۱۱۰۰ لاریونوال نیول شوي

    کابل ټیلیګراف، ۵ وری ۱۴۰۴ لمریز کال د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، په دغه هېواد کې د لاریونونو له پیل راهیسې په ټول هیواد کې له ۱۱۰۰ څخه ډیر کسان نیولي اولسګونه پولیس هم ټپیان شوي دي. په ترکیه کې د استانبول ښاروال اکرم امام اوغلو نیول کېدو پراخ سیاسي اعتراضونه پارولي دي.  امام اوغلو د فساد په تور نیول شوی، خو د اپوزیسیون پلویان او نړیوال څارونکي دا تورونه سیاسي ګڼي، چې هدف یې د هغه د سیاسيراتلونکې محدودول دي. د ترکیې کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په یوه خبري ناسته کې ویلي چې د دغو لاریونو له پیل راهیسې تر اوسه ۱۲۳ پولیس ټپیان شوياو ۱۱۰۰ لاریونوال نیول شوي دي. امام اوغلو د ۲۰۱۹ کال په ټاکنو کې د استانبول ښاروالۍ څوکۍ ترلاسه کړه، چې د اردوغان واکمن عدالت او پرمختګ ګوند (AKP) ته یوهستره سیاسي ماتې بلل کېده. هغه له هغه وخت راهیسې د اپوزیسیون یوه مهمه څېره ده او د ۲۰۲۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپارهاحتمالي نوماند ګڼل کېږي. ترکیې اپوزیسیون، مدني ټولنې، او د بشري حقونو سازمانونه دا نیونه د سیاسي مخالفینو پر ضد د حکومت د سختو اقداماتو برخه بولي. نړیوالو سازمانونو د ترکیې له حکومته د سیاسي سیالانو پر ضد د قانوني سیستم د کارولو مخنیوي غوښتنه کړې ده.

    نور...
  • ملګرو ملتونو د افغان انجونو زده کړو د محدویت پر دوام اندېښنه ښودلې

    کابل ټیلیګراف ۵ وری ۱۴۰۴ لمریز کالد ملګرو ملتونو د ښځو برخې مشرې سیما باهوس ویلي، په افغانستان کې له…

    نور...
  • غزني کې ترافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان دي

    کابل ټیلیګراف – ۵ وری ۱۴۰۴ لمریز کال غزني کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او دوه نورټپیان دي. د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه مې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د کابل – کندهار پر لویه لاره، د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند د نوروزخېلو سیمهکې د یوه موټر چپه کېدو له امله شوې. سرچېنې لیکلي چې په دغه پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي. د پېښې ټپيان د دغه ولایت ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.

    نور...