د کریټي سینن په نوي فلم کې خپره شوې سندره د سوشیل میډیا کاروونکو لخوا له سختو نیوکو سره مخ شوې
د هندي سینما بالیووډ مشهورې فلمي لوبغاړې کریټي سینن په دې وروستیو کې د خپل راتلونکي Netflix فلم ‘دو پتي’ لپاره د ‘اکهیا دی کول’ سندره نوې بڼه خپره کړه، چې د پاکستانۍ سندرغاړې ریشما د مشهورې لوک سندرې عصري بڼه ده.
خو پر دې سندرې په ټولنیزو رسنیو کې سختې نیوکې شوي.
د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، پاکستاني اداکار عدنان صدیقي په دې سندرې تنقید کړی او دا یې د یوه وتلي سندرغاړې د کلاسیک سندرې بې شرمه ریمیکس بللی دی.
نوموړي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، “تقلید چاپلوسي کیدی شي، مګر داسې نه چې دا د افسانوي کلاسیک ویجاړولو معنی لري.”
عرفان صدیقي زیاته کړې چې« ‘مهرباني وکړئ د ریشما جی او د هغې میراث ته یو څه درناوی وکړئ. د دوی سندرې د دې وړ نه دي چې په دې ډول وړاندې شي او نه هم څوک حق لري چې د دوی سندرې په سپک ډول ووایی».
سوشیل میډیا نورو کاروونکو هم پر ټولنیزو رسنیو د عرفان صدیقي د دې څرګندونو ملاتړ کړی دی.
د پاکستان مشهوره سندرغاړې ریشما د “دما دم مست قلندر”، “های او ربه نه لگه دل میرا” او “لمبی جادائی” په شمول ډیری مشهورې سندرې ویلي دي.
ددغه سندرغاړې سندره ‘اکهیا دی کول’ د هندي پلې بیک سندرغاړې شلپا راو لخوا ویل شوې.
له بلې خوا، په کریټي سینن هم د ایشوریا رای د نڅا تقلید کولو له امله نیوکه شوې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې کاروونکي وايي چې اداکارې په “دهوم ۲” کې د ایشوریا رای د نڅا حالاتونه نقل کړي.
د کریټي سینون ‘دو پتي’ فلم به د اکتوبر په ۲۵ په Netflix کې خپور شي.