د دلجیت دوسانج په ډیلي کنسرت کې زرګونه کسانو ګډون کړی وو
د هندي سینما مشهور پنجابي سندرغاړی او فلمي ستوری دلجیت دوسانج له اوږدې مودې وروسته په هند کې په ژوندۍ بڼه سندریز کنسرت ورکړ.
د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، دلجیت دوسانج دغه کنسرت د تېرې شنبې په ورځ د ډهلي په جواهر لال نهرو لوبغالي کې ترسره کړو چې نږدې ۳۵ کسانو پکې ګډون کړی وو.
د دلجیت دوسانج دغه کنسرت د هند په تاریخ کې یو له سترو کنسرتونو څخه بلل کیږي، خو د ځینو مینه والو لخوا د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو لوی کنسرت هم بلل کیږي.
خو یاده دې وي چې په نړۍ کې ترټولو لوی کنسرټ د دلجیت دوسانج کنسرټ څخه سل ځله لوی و.
کلونه وړاندې په ۱۹۹۴ کال په ډسمبر کې د برازیل په ریو دی جنیرو کې د کوپاکابانا په ساحل کې د نوي کال د رارسیدو د لمانځلو لپاره یو لوی جشن جوړ شوی وو چې ګډنوال یې له دې امله هم زیات وو چې په کنسرت څای کې د شرابو ازادي وه او وړیا ګډون پکې کیده.
په دغه سندریزو پروګرامونو کې نږدې درې عشاریه پنځه میلیونه انسانانو ګډون کړی وو.