ټیکنالوژي
اسټرالیا پر تنکيو ځوانانو د ټولنیزو شبکو د نه کارولو بنديز ولګاوه
راپورونه وايي، د اسټرالیا حکومت پرېکړه کړې چې له ۱۶ کلنۍ وړاندې به تنکي ځوانان او ماشومان له ټولنيزو رسنيو ګټه نه پورته کوي.
د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز په يو بیان کې وويل چې حکومت يې پرېکړه وکړه چې تنکي ځوانان او ماشومان چې عمرونه يې له ۱۶ کلنۍ کم وي، له ټولنيزو رسنيو به ګټه نه پورته کوي.
دی وايي، د دغې چارې لپاره به يو قانون هم رامنځته شي.
هغه د يو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وويل، دا قانون چې ټاکل شوې راتلونکی کال به پلی شي، د ماشومانو د خوندیتوب لپاره يو ګټور ګام دی.