ټیکنالوژي
هند د واټساپ پر ادارې ۲۵ ميليون ډالر جریمه ولګوله
راپورونه وايي، د هند حکومت د واټساپ اداره له دې امله ۲۵ ميليونه ډالره جریمه کړې چې د هند د غوښتنې باوجود يې د دغه هېواد د وګړو معلومات د میټا کمپنۍ په نورو ټولنیزو شبکو کې هم خپاره کړي دي.
میټا کمپنۍ چې د واټساپ ترڅنګ فیسبوک، انسټاګرام او ځینې نور د ټولنيزو شبکو پلېټفارمونه لري، په هند کې يې يوازې د واټس ۵۰ کروړه ګټه اخېستونکي موجود دي.
د هند د مسابقاتي ادارې په ۲۰۲۱ کال کې په دې اړه څېړنه پيل کړې وه چې واټس اپ د هندی وګړو معلومات د اعلاناتو په توګه نورو شبکو کې خپروي چې اوس يې دغه معلومات تر لاسه کړل او د پنځو کلونو لپاره يې واټس باندې د ډیټا یا معلوماتو شریکولو بندیز هم لګولی دی.