اېلن ماسک XMAIL رامنځته کوي؛ ایا د GMAIL بدیل به شي؟
د نړۍ لومړنی سرمایده دار او د ټېسلا او اېکس کمپنيو مالک اېلن ماسک دا ځل د XMAIL د جوړېدو هوډ کړی او وايي نږدې وختونو کې به يې خلکو ته د ګټې اخېستنې لپاره وړاندې کړي.
د اېکسمیل/XMAIL په نوم جوړ شوی يو سایټ کې خلکو ته بلنه ورکړل شوې که د جیمیل په څېر د ایمیل شبکو او کمپنیو څخه ستړي شوي یاست نو نوي جوړېدونکې شبکې اېکسمېل ته مراجعه وکړئ.
اېلن ماسک چې په نړۍ کې د کارونو په اسانه کوونکي او د لګښت په کموونکي مشهور دی، تر دې وړاندې يې د ټویټر کمپنۍ واخېسته او هغه يې پر اېکس بدله کړه.
نوموړي خلکو ته د اسانتیا لپاره برېښنايي موټرونه جوړ کړل چې اوس د نړۍ ډېرو هېوادونو کې مینوال لري. اېلن ماسک دغه راز د داسې يو ګرځنده ټلیفون د جوړولو خبرداری هم ورکړی چې يو ځل چارج شي، ټول عمر به کار کوي او پرته له مخابراتي شبکو به په کې انټرنېټ کار کوي او ټلیفونې اړیکې به هم په کې نیول کېږي.
خو اصلي پوښتنه دا ده چې ایا XMAIL به د GMAIL ځای ونیسي؟