عجایب
سعودي عربستان کې څه باندې ۴۱ سلنه نجونې بې واده پاتي دي
کابل ټيليګراف (سلواغې دویمه– ۱۴۰۳ لمريز)
په سعودي عربستان کې د هغه نجونو چې بې واده پاتې دي، کچه یې ۴۱.۲ سلنو ته رسیدلې، دغه راز څه باندې ۴۳ سلنه نجونو په دغه هېواد کې ودونه کړي دي.
د الاخباریه چینل دغه سروې چې ۲۰۲۳م کال کې د ۱۵ او ۴۹ کالونو ترمنځ د نجونو په منځ کې شوې ده، په کې ویل شوي، چې په سعودي عربستان کې هغه نجونې چې بې واده پاتي دي، کچه یې په سلو کې ۴۱.۲ سلنو ته رسیږي.
د دغه سروې له مخې، په سعودي عربستان کې د طلاق کچه ۴.۸ سلنه او د کونډو میرمنو کچه ۰.۹ سلنې ته را ښکته شوې ده.