د ایپل نوي آی فونونه به کله معرفي شي؟

کابل ټيلیګراف – ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
که څه هم ګڼې کمپنۍ سمارټ فونونه جوړوي، خو د ایپل آی فونونه تر ټولو ځانګړي ګڼل کېږي.
له همدې امله هر کال په ټوله نړۍ کې خلک د نوو آی فونونو لپاره په بې صبرۍ انتظار کوي.
سږ کال به د آی فون ۱۷ سیریز د احمتالي نندارې ته وړاندې کولو تاریخ معلوم شوی دی.
د بلومبرګ د راپور له مخې، د ایپل نوي آی فونونه به د سپټمبر په ۹ یا ۱۰ معرفي شي.
سږکال به د آی فونونو نویو ماډلونو کې څه نوي وي؟
د آی فون ۱۷ سیریز به ۷ ماډلونه ولري.
دا سیریز به د آی فون ۱۷، آی فون ۱۷ ایئر، آی فون ۱۷ پرو او آی فون ۱۷ پرو میکس څخه جوړه وي.
د آی فون ۱۷ سیریز د شا کیمرې ډیزاین به په نمایانه توګه بدل شي.
په یاد ولرئ چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې، کله چې آی فون ۱۱ معرفي شو، د ایپل سمارټ فونونو د کیمرې په ډیزاین کې کوم خاصه بدلون نه دی راغلی.
د آی فون ۱۷ سیریز کې به د شا مربع کیمره سیټ اپ له منځه ولاړ شي او پر ځای به یې نوی ډیزاین ومنل شي.
په حقیقت کې، د آی فونونو د شا کیمرې ډیزاین به د ګوګل پکسل فونونو د پل (pill) کیمرې بار ته ورته شي.
آی فون ۱۷ ایئر به د دې کمپنۍ تر ټولو نری سمارټ فون وي چې د آی فون ۱۶ پلس ځای به ونیسي.
د دې فون په شا به یوازې یوه کیمره وي چې احتمالاً ۴۸ میګاپکسله وي.
په حقیقت کې، د دې فون ډیزاین به یې د کاروونکو لپاره ډېر زړه راښکونکی کړي، خو د فیچرونو له پلوه به دا د معیاري ماډل څخه ډېر خاص نه وي.