عجایب

یوه عربي ۴ ودونه او سل اولادونه لري

کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال

د متحده عربي اماراتو یو محقق سعید مصباح الکیتبي د شارجې په یو ادبي فورم کې د خپلې شخصي ژوند په اړه حیرانوونکې څرګندونې کړي او ویلي، چې : «ما څلور ودونه کړي او د ۱۰۰ نه، د ډېرو اولادونو پلار یم.»

د خلیجي ورځپاڼې ګلف نیوز د راپور له مخې، د کلتوري میراث څېړونکي سعید مصباح الکیتبي د شارجې د کلني ادبي فېسټیوال په ترڅ کې وویل: «زه دا ډاډمنوم چې زما ماشومان له درناوي، کورنۍ مسؤلیتونو او د خپلو پلرونو له دودونه زده وکړي، زما اصلي هدف دا دی چې خپلو ماشومانو ته السنع (د اماراتو دودیز ارزښتونه او آداب) وروښیم.»

د الکیتبي د کورنۍ او کلتوري ارزښتونو په اړه د ده د خبرو ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې او پراخ بحث یې پارولی دی.

یو شمېر کاروونکو د ده د کورنۍ دودونو ساتنې هڅې ستایلې دي، خو په عین حال کې یې د هغه په د څلورو ودونو څخه یادونه کړې.

دا موضوع هم د بحث وړ ګرځیدلې او ډېرو خلکو د هغه د ماشومانو د ښه روزنې دعاوې کړې دي.