سونیتا ته د ارچنا په ځای د کپیل شرما شو کې د دایمې میلمه دندې وړاندېز شوی
د هندي سینما بالي اووډ ستوري ګوینده میرمن سنیتا اهوجه ته د کپيل شرما په تنزیه پرګرام (دی کپيل شرما شو) کې د ارجنا سنګ په ځای د کار غوښتنه شوې.
سنیتا اهوجه له رسنیو په خبرو کې ویلي چې کپيل شرما ورته په (دی کپيل شرما شو) کې د ارچنا پورن سینګ په ځای د ځانګړې میلمه په پوسټ ورته د کار وړاندېز کړی.
اغلۍ اهوجه ویلي: «ماته کپيل شرما وویل چې د ارچنا سینګ ځای تاته درکوم، ما ورته وویل چې که ته ارچنا له دندې لرې کوې نو باید یو مناسبه لار ورته وګورې».
دغه فلمي لوبغاړې ویلي چې د کپیل شره په پروګرام کې د دایمي ځانګړې میلمه په توګه ګومارنه زما له پاره د خوښۍ خبره ده خو په دغه شو کې د کرشنا ابیشیک او د هغه میرمن کشمیره سره د مخالفتونو له وجې نشم کولی ددغه پروګرام برخه شم.
د نوموړې په وینا که کریشنا او کشمیره ددغه پروګرام برخه نه وه نو ضرور به یې په دغه پروګرام کې د دندې وړاندېز منلی وی.
سنیتا اهوجه ویلي: «زه به کله هم دغه دواړه ممثیلین معاف نکرم او ماته دې خپل مخ هم نه ښکاره کوي».
له دې وړاندې رسنیو خبر ورکړی وو چې په نیټ پلیکس خپریدونکې (دی ګریټ انډيا شو) ممثلینو ته د پخواني پروګرامونو دی کپيل شرما شو په پرتله دوه برابره حق الزحمه ورکول کیږي.